د امارتي شرکتونو لوي ریاست
بغلان کې ۱۴ زره مېګاواټه ساعته برېښنا تولید شوې
1405/6/15 00:00
Mumtaz خبرونه

بغلان کې ۱۴ زره مېګاواټه ساعته برېښنا تولید شوې
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د بغلان برېښنا تولید فابریکه کې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال لومړيو پنځو میاشتو کې له ۱۴ زره مېګاواټ ساعت زیاته برېښنا تولید شوې ده.
 
تمه وه چې د ټاکلي پلان له مخې د بغلان برېښنا تولید فابریکې څخه ۹.۶ زره مېګاواټ ساعت برېښنا تر لاسه شي، خو د تجهیزاتو پر وخت رغونې او اوبو منظم مدیریت سره ۴.۴ زره مېګاواټ ساعت زیاته برېښنا تولید شوې ده.
 
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا تولید ټولو فابریکو منظمه ساتنه او پر تجهیزاتو څارنه کوي، ترڅو تر هر بل وخت زیاته برېښنا ترې تر لاسه شي.