د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له ایران سره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک کړ
نېټه: چهارشنبه/ ۱ / رمضان المبارک / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ، د ایران اسلامي جمهوري هېواد ته تللي پلاوي له ایراني لوري سره د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره، د برېښنا پېرودلو غځونې تړون لاسلیک کړو.
د ایران اسلامي جمهوري هېواد د برېښنا انرژۍ مدیریت، لېږد او وېش – توانیر شرکت د بلنې په اساس، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ لوړ پوړی پلاوي ایران هېواد ته سفر کړی دی.
یاد پلاوي په پلازمېنې تهران کې د برېښنا انرژۍ لېږد بنسټونو پراختیا او له دغه هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا پېرودلو په تړاو له ایراني لوري سره، هر اړخیزې خبرې وکړې.