د وروستيو بې بنسټه ادعاوو په تړاو د آريانا افغان هوايي شرکت اعلاميه!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو هغو ادعاوو په تړاو، چې ګواکې د ياد شرکت اړوند یوه الوتکه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ناستې پرمهال له ځغاست لیکې وتلې او بله الوتکه هرات ولایت ته د الوتنې پرمهال له رادار سیسټم څخه وتلې ده، په کلکه ردوي او دغه ادعاوې ناسمې، بې بنسټه او له واقعیت څخه لرې ګڼي.
په داسې حال کې، چې په کابل نړيوال هوايي ډګر کې د آریانا الوتکې له ځغاست لیکې د وتلو هېڅ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او دويمې الوتکې هم په عادي او خوندي توګه د هرات په مقصد پرواز ترسره کړی دی.
دا ډول بې بنسټه او غير موثق معلومات د مسافرو، هېوادوالو او عامه باور د ګډوډولو لپاره توطيه بلل کېږي.
د آريانا افغان هوايي شرکت ټولي عملياتي چارې د منظم مهالوېش او د هوايي چلند د مسلکي اصولو له مخې په عادي ډول ترسره کيږي.