د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بغلان بورې امارتي شرکت د ځمکو د حق‌الاجارې بهیر پیل شو
1405/6/16 00:00
Mumtaz خبرونه

د بغلان بورې امارتي شرکت د ځمکو د حق‌الاجارې بهیر پیل شو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت د پرلپسې هڅو په پایله کې د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ په  چشمه‌شیر، سرخ کوتل، نوآباد سیمه کې د یاد امارتي شرکت پر ځمکو مېشتو اوسېدونکو چمتوالی وښود چې پر دغو ځمکو د جوړو شویو کورونو قانوني کرایه او حق‌الاجاره ورکړي.
 
د بغلان بورې امارتي شرکت مسؤولینو د مېشتو اوسېدونکو له همکارۍ هرکلی وکړ او دا یې د امارتي شتمنیو ساتنې او د قانون پلي کېدو په برخه کې مهم ګام وباله.
 
د یادونې وړ ده چې د کرایې ورکوونې او حق الاجارې دغه بهیر به د یاد امارتي شرکت د مسؤولینو او اړوندو ادارو تر څار لاندې وي او په منظم ډول سره به پر مخ یوړل شي.