د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي ترڅو د معلوماتي سیسټمونو د ملاتړ لپاره یو عدد د Power Edge R770 سرور، د معلوماتو د زېرمه کولو لپاره یو عدد د Power Edge R770 سرور، د Data Warehouse معلوماتو د زېرمه کولو د ملاتړ لپاره یو عدد د Power Edge R770 سرور، یو عدد د Power Edge R770 سرور، ۶۰ پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه، د دویمې ربعې لپاره قرطاسیه، درې میلیونه د ۵۰ افغانیو په ارزښت کریډیټ کارتونه، د یو نوي پراختیايي سایټ جوړول، ۲۰ عدده سویچونه، د نوي سایټ د احاطې جوړول، د کېبلونو تدارک، د دیوالي المارۍ نصب، د بیکلایټ ساینبورد برابرول، د نجارۍ وسایل، د فایبر نوري لس (۱۰) قلمه توکي او په (TDF2L-051TKR451210) سایټ کې د ۳۰ مترو په لوړوالي د Green Field ټاور لېږد او نصب د تدارک او برابرولو پروسه کې ګډون وکړي، غوښتنلیکونه دې د یاد شرکت د نرخ اخیستنې له استعلام سره سم ترتیب او وړاندې کړي.
هغه حقیقي او یا حکمي اشخاص چې د یادو خدمتونو/اجناسو د برابرولو او وړاندې کولو غوښتونکي وي، خپلې بیې دې د نرخ اخیستنې په استعلامونو کې وړاندې کړي او په تړلې بڼه دې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۷ نېټې، د سېشنبې ورځې د سهار له ۰۹:۰۰ بجو څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د پېرودنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-notice