د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ارزاقو او د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو
1405/6/17 00:00
Mumtaz خبرونه

د ارزاقو او د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفیع او د نفت او ګاز امارتي شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت رئیس، مفتي محمدنعیم نعمان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې، د همکارۍ دوه اړخیز تړون لاسلیک شو.
 
 د دغه تړون لاسلیک به د سوداګرۍ ودې او پراختیا، د پانګونې د فرصت رامنځته کولو او د امارتي شرکتونو ترمنځ د ګډو اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وي.
 
 همداراز به یاد امارتي شرکتونه د اوږدمهالې ګډې همکارۍ د پیاوړتیا، د خدمتونو د کیفیت ښه والي او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ګډ فعالیتونه ترسره کوي.
 
 د یاد تړون له مخې د دواړو امارتي شرکتونو د جایدادونو پر سر د تېلو د یوه عصري پمپ جوړول شامل دي چې په پلي کېدو سره به یې دغه برخه کې ګڼ پرمختګونه رامنځته شي.