د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د نساجي انجنیري پوهنځی ایجاد شو
1405/6/17 00:00
Mumtaz خبرونه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د نساجي انجنیري پوهنځی ایجاد شو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان نساجي امارتي شرکت په غوښتنه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د نساجي انجنیري پوهنځی رامنځته شو، چې  د نساجي موادو انجنیري، د ټوکر انجنیري او د نساجي رنګونو او کیمیاوي موادو انجنیري څانګې پکې شاملې دي.
 
د افغان نساجي امارتي شرکت مسؤولین وايي چې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د نساجي انجنیري پوهنځي رامنځته کول د افغانستان د نساجي صنعت په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام بلل کېږي، چې له مخې به یې د نساجۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او تخنیکي کادرونه وروزل شي.
 
د یادونې وړ ده چې د نساجي انجنیري پوهنځي په ایجاد سره به د علمي بنسټونو او نساجي صنعت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د هېواد د نساجۍ صنعت د لا پراختیا لپاره به لا ډېر فرصتونه برابر شي.