د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ۱۴۰۵ مالي کال د منظور شوي پلان سره سم په پام کې لري، چې د میکانیزې او ترانسپورټ مدیریت د احاطوي دیوالونو او د مالدارۍ آمریت د پاتې دیوال ساختماني پروژه چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/W-2722) ده، د تړون ترسره کولو له لارې پلي کړي.
 
 پر شرايطو برابر شرکتونه او مؤسسې چې د یادې پروژې د تړون لېوالتیا لري، کولای شي چې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د معیاري شرطپاڼې او آفر ترلاسه کولو لپاره د یاد شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.
 
یادونه: یوازې هغه شرکتونه او مؤسسې به د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون حق ولري چې د تدارکاتي قوانینو، مقرراتو او د شرطپاڼې له شرایطو سره سم واجد شرایط وي؛ همداراز دې غوښتونکي شرطپاڼه او آفر په ټاکل شوې موده وسپاري.
 
پته : د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، سرخرود دوه سړکه، جلال آباد ـ ننګرهار