کندز کې د ۱۰۰ کېلوولټ امپیر په ظرفیت تقویتي ترانسفارمر ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د کندز برېښنا ریاست له لوري د مرکز اړوند قدرت آباد سیمه کې د ۱۰۰ کېلوولټ امپیر په ظرفیت سره تقویتي ترانسفارمر نصب او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د دغه ترانسفارمر له نصب سره د اړوند ساحې د سلګونو پېرودونکو برېښنا پیاوړې شوه او د برېښنا ضایعاتو مخنېوی هم وشو.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د لسیزو زړې شبکې پر اساسي بیا رغونې او پیاوړتیا د اصلاحاتي کلني پلان له مخې کار کوي، څو د برېښنا خدمات ډاډمن شي.