د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د بېلابېلو شرکتونو له استازو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي نجم الرحمن فضلي په خپل کاري دفتر کې د ملي شفاء فارماسوتیکل، سنو فارما، تواب جان لایف سول فارماسوتیکل او لایف پریل شرکتونو له استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له دغو استازو سره د درملو د برابرولو، د خصوصي او امارتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي فضلي وویل چې ابن سینا فارمسي امارتي شرکت هڅه کوي له ټولو اړوندو شرکتونو سره د اصولو او متقابلو ګټو پر بنسټ خپلې همکارۍ پراخې کړي او د هېواد د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
په پای کې د یادو شرکتونو استازو هم د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت له اجرائیوي رئیس سره د همکاریو د دوام او پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د ګډ کار په برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.