د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1404/11/29 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت د یو نیم جریب او ۶۷۰ متر مربع په مساحت سره خپله ځمکه، چې د مکروریانونو څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري، د درې کلونو لپاره په اجاره ورکوي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یاد ملکیت د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې خپل غوښتنلیکونه د نشر له نېټې څخه تر (۷) کاري ورځو پورې د شرطپاڼې په ترلاسه کولو سره، د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. د آفر پرانېستنې غونډه پر ۱۴۰۴/۱۲/۰۴ نېټه، د دوشنبې ورځ، په یاد امارتي شرکت کې جوړېږي. یادونه: تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي. پته: د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل