د امارتي شرکتونو لوي ریاست
آریانا افغان هوايي شرکت د زیانمنې شوې الوتکې ازمایښتي الوتنه ترسره کړه
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

آریانا افغان هوايي شرکت د زیانمنې شوې الوتکې ازمایښتي الوتنه ترسره کړه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت یوه بوينګ ۷۳۷ ډوله الوتکه چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په خوست نړيوال هوايي ډګر کې د الوتنې پرمهال زیانمنه شوې وه، د آريانا د تخنیکي او انجنیري ټيم په مټ د بوينګ کمپنۍ سره په همغږۍ بېرته ترمیم، انجنونه يې نصب او په برياليتوب سره د کابل نړيوال هوايي ډګر څخه ازمايښتي الوتنه ترسره کړه.
 
د ازمايښتي الوتنې موخه د الوتکې د تخنيکي سيستمونو، انجنونو او نورو مهمو برخو د فعاليت ارزونه او ډاډ ترلاسه کول وو، چې د الوتنې له بشپړېدو وروسته د الوتکې د تخنيکي چمتووالي په اړه ډاډ څرګند شوی دی.
 
د يادونې وړ ده چې د یادې الوتکې ترمیم د افغان تخنیکي کادرونو، انجنیرانو او مسلکي کارکوونکو له لوري ترسره شوی دی.