د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي ترڅو د یو قلم د وطني خوسکي بې غوړې سرې غوښې د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې چې تشخیصیه شمېره یې (AAA/PD/NCB/G/1405/23) ده، ګډون وکړي.
 
پر شرايطو برابر غوښتونکي کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه د تدارکاتو عمومي آمریت څخه په فلش ډېسک کې او یا هم د آریانا افغان هوايي شرکت له رسمي وېب‌ پاڼې Flyariana.com څخه ترلاسه کړي.
 
همدارنګه غوښتنه کېږي چې د شرطپاڼې له شرایطو سره سم په تړلي بڼه آفرونه د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په ۲۸مه، د یکشنبې په ورځ، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د آریانا افغان هوايي شرکت د تدارکاتو  عمومي آمریت ته وسپاري؛ ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
 
پته: د آریانا افغان هوايي شرکت مرکزي دفتر، لسمه ناحیه، د شهید څلورلارې، نوی ښار ـ کابل