د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د برېښنا شرکت له لوري د ډیزلي جنراتورونو د سنکرون‌سازۍ روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل شو
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د برېښنا شرکت له لوري د ډیزلي جنراتورونو د سنکرون‌سازۍ روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل شو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په مرکزي دفتر کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د ډیزلي جنراتورونو د سنکرون‌سازۍ (Synchronizing) روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل شو.
 
دا پنځه ورځنی روزنیز پروګرام په مرکز او ولایتي واحدونو کې د جنراتورونو برخې تخنیکي کارکوونکو ته ځانګړی شوی، چې موخه یې د حرارتي برېښنا د تولید، د جنراتورونو موازي نښلولو او له برېښنا شبکې سره د هغوی د خوندي او معیاري همغږۍ په برخه کې د هغوی د تخنیکي پوهې او عملي وړتیاوو لوړول دي.
 
په دې روزنیز پروګرام کې د جنراتورونو د سنکرون‌سازۍ اساسي اصول، د ولتاژ او فریکونسۍ تنظیم، د فازونو همغږي، د جنراتورونو موازي ګټه اخیستنه، د بار وېش او د کنټرولي او حفاظتي سیستمونو کارونه په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.
 
د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او د دې پروګرام د روزنیزو او مشورتي چارو مسؤولیت د کابل ګرند فار مشورتي شرکت پر غاړه لري.