د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د افغان ګاز امارتي شرکت د څلور پوړیزې استوګنیزې او سوداګریزې مجتمع د جوړولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي د اړوندې شرطپاڼې چاپ شوې کاپي د افغان ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو له آمریت او یا هم د ملي تدارکاتو ادارې له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پورې د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.
د آفر پرانېستلو غونډه به د افغان ګاز امارتي شرکت ودانۍ، دویم پوړ د غونډو په تالار کې ترسره شي.
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د افغان ګاز امارتي شرکت، افغان ترک ښوونځي ته څېرمه، شبرغان ښار ـ جوزجان