د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت ولایتي استازو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت له لوري د هرات، هلمند، کندهار، غزني، ننګرهار، پروان، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان او قوشتېپې فارم نویو ګمارل شویو استازو ته د مالي او اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله عزام ولایتي استازو ته د مسؤولیتپذیرۍ، صداقت، امانتدارۍ او د سپارل شوو دندو په غوره ترسره کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت مالي او اداري رئیس، میر فقیر مشتاق د شرکت له کاري او مالي سیستمونو سره د بلدتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ورکشاپ په جریان کې وړاندې کېدونکي موضوعات په پوره دقت تعقیب کړي او ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه په ښه ډول پلي کړي.
د یادونې وړ ده چې د شرکت ولایتي استازي به له دوه ورځني روزنیز ورکشاپ وروسته خپلو اړوندو دندو او مسؤولیتونو ته ستانه شي او ترلاسه کړې زده کړې به په عملي ډګر کې پلي کړي.