د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د برېښنایي اجناسو د تدارک او برابرولو په پروژه کې چې تشخیصیه شمېره یې (HSOC/1405/NCB/G-2495) ده، په داخلي پرانېستې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د شرطپاڼې شرایط، د تړون قانون او د عامه تدارکاتو د اجراآتو طرزالعمل به د نافذه اصولو سره سم عملي کېږي.
 
له آفر پرانېستنې مخکې غونډه په ۱۴۰۵/۶/۲۴ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه په ۱۴۰۵/۶/۲۹ نېټې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو جوړېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ د آفر تضمین نه اخیستل کېږي.
 
غوښتونکي کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي:
۱: د هوټلونو امارتي شرکت، د تدارکاتو عمومي مدیریت، ۳۰مه شمېره کور، اووم سړک، درېیمه کارته ـ کابل
۲: د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې څخه.
 
د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
 ۰۷۴۷۹۹۱۳۱۹