د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري په مشرۍ د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه. 

د ناستې په پیل کې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د الکترونيکي پیسو سیستم او له کندهار ـ هلمند څخه تر فراه پورې د نوري فایبر پروژې پر موضوع د بحث ترڅنګ، د ساختماني موادو تولید، د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو او افغان پُست امارتي شرکتونو د موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله شول. 

همداراز د ابن سینا فارمسي، نفت او ګاز، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې، ملي بس، آزادۍ مطبعې، صکوکو او ضرابخانې، د هرات ولایت مطبعې، د کندهار سیلو، معارف مطبعې، د بغلان بورې او ارزاقو امارتي شرکتونو پر ځینو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.
 
د غونډې په پای کې د یو شمېر امارتي شرکتونو د ربعوارو کړنو تحقق یافته راپورونو سربېره پر یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحثونه ترسره شول.