د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د پښتني بانک له رئیس سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي نجمالرحمن فضلي په خپل کاري دفتر کې د پښتني بانک له رئیس، عبدالواحد رحیمي سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د ګډو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي ریئس، مولوي نجم الرحمن فضلي وویل چې یاد شرکت هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د پراختیا په موخه، له بېلابېلو بنسټونو سره د همغږۍ زمینه برابره کړي؛ همدارنګه له مالي او بانکي بنسټونو سره اغېزناکې اړیکې کولای شي، چې د چارو په منظمولو او د راتلونکو پروګرامونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
ورپسې د پښتني بانک رئیس، عبدالواحد رحیمي د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د مسؤولینو د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاد بانک د هېواد له امارتي بنسټونو سره د قانوني او متقابلو همکاریو د پراختیا په برخه کې مثبت نظر لري او هڅه کوي د خپلو بانکي خدمتونو له لارې مناسبې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا، د کاري اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډ کار د اغېزناک تنظیم پر ترسراوي یې ټینګار وکړ.