په ۶ ولایتونو کې د ۵۲ مخابراتي انتنونو د جوړېدو تړون لاسلیک شو
د امیر المؤمنين حفظ الله تعالی د حکم پر بنسټ د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، علي احمد سامند او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ملا عبدالاحد فضلي ترمنځ د ۶ ولایتونو (بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست) په سرحدي سیمو کې د ۵۲ مخابراتي انتنونو د جوړېدو تړون لاسلیک شو.
د یاد تړون پرمهال د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت اجرائیوي، رئیس علي احمد سامند د یادو پروژو د عملي کولو په برخه کې د دغه شرکت پر چمتووالي او ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت به هڅه وکړي، ترڅو یادې پروژې په ټاکلي وخت او د تړون له شرایطو سره سمې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
ښاغلي سامند زیاته کړه چې د هېواد په سرحدي او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت له لومړیتوبونو څخه ده او دغه شرکت به د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د هېوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ملا عبدالاحد فضلي د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ پراختیا او په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو د مخابراتي ستونزو حل کول اړین وبلل او ټینګار یې وکړ چې د هېواد په ټولو لرو پرتو سیمو کې دې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دغه تړون د څه باندې ۴۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.