د آریانا افغان هوايي شرکت د نوي مدیره هیئت تعارفي غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په مشرۍ د آریانا افغان هوایي شرکت لپاره د نوي ټاکل شوي مدیره هیئت د معرفت غونډه ترسره شوه.
په دغې غونډه کې چې د آریانا افغان هوايي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا بخت الرحمن شرافت، د انسجام او همغږۍ رئیس، قاضي عبدالله عبید او د مدیره هیئت غړو هم ګډون درلود، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال وویل چې د آریانا افغان هوايي شرکت د هېواد د یو تاریخي ارزښت په توګه پېژندل کېږي او د بیا ځل سیال کېدو لپاره یې باید لازمې هڅې وشي.
ښاغلي بلال د یاد هوايي شرکت په مالي تمویل کې د بانکونو همکاري اړینه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې نوی ټاکل شوی مدیره هیئت به د آریانا افغان په هوایي خدمتونو وړاندې کولو او پرمختګونو کې خورا اغېزناک تمام شي.
د ناستې په لړ کې د آریانا افغان هوايي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا بخت الرحمن شرافت د دغه شرکت د فعالیتونو، د فعالو الوتکو، لاسته راوړنو او بېلابېلو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې شته امکاناتو ته په کتو سره د آریانا افغان هوایي شرکت هېوادوالو ته د خدمت رسونې او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه تر ډېره حده خپل مسؤولیت ادا کړی دی.
د غونډې په دوام د مدیره هیئت غړو له تخنیکي او مسلکي بحثونو وروسته د یاد شرکت لپاره د نویو الوتکو د پېرودلو په اړه خبرې وکړې او د آریانا افغان هوايي شرکت په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرو پرمختګونه رامنځته کولو ته هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې په دغه مدیره هیئت کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست، ترانسپورټ او هوايي چلند، مالیې، اقتصاد، او صنعت او سوداګرۍ وزراتونو غړي ګډون لري او په نوبتي بڼې سره به د یاد شرکت د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې ناستې ترسره کوي.