د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اوبو رسولو خدمتونو پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه وشوه
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د اوبو رسولو خدمتونو پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه وشوه
 
 د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د سره  صلیب کمېټې نړیوالې کمېټې (ICRC)  له استازي سره د مزارشریف ښار د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا، د مرکزي پمپ سټېشن د تأسیساتو او د اوبو رسولو شبکې د ښه‌والي په موخه، هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
 د دې هوکړه لیک له مخې به د سره صلیب نړیواله کمېټه د مزارشریف ښار د اوبو تولید او وېش د ظرفیت لوړولو او د اوبو رسولو شبکې د پراختیا ترڅنګ، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د عملیاتي برخې لپاره د اړینو تجهیزاتو او وسایلو برابرولو، د فرسوده شبکو د بدلولو او د اوبو رسولو شبکې د لا ښه‌والي په برخو کې همکاري وکړي.
 
د یادونې وړ ده چې د دې همکارۍ له لارې به د یاد امارتي شرکت تخنیکي او عملیاتي ظرفیتونه لا پیاوړي شي او د پراختیايي پروژو د پلي کولو او مدیریت زمینه به هم پراخه شي.