د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو خپل ۲۸ پایې کانټینرونه چې د سرای شمالي سیمې په دویمه کوڅه کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
 
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادو کانټینرونو د کرایې کولو غوښتونکي وي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ کاري ورځو پورې د افسوټر امارتي شرکت ته وسپاري.
 
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي؛ تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: افسوټر امارتي شرکت، لسمه ناحیه، د ګلفروشۍ کوڅه، نوی ښار –کابل