د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت انګړ کې د پلیو لارو رغنیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي
1405/6/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت انګړ کې د پلیو لارو رغنیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت په انګړ کې د پلیو لارو، ګلدانونو او چمنونو د جوړولو چارې چې یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي، د جوړولو چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوي دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي نجم الرحمن فضلي وویل چې د دغو پلیو لارو او اړوند زینتي چارو د ترسراوي موخه د کارکوونکو او مراجعینو لپاره مناسب، منظم او معیاري چاپېریال برابرول دي او پاک چاپېریال د مراجعینو او کارکوونکو پر روحيې او ورځنیو فعالیتونو مثبته اغېزه لري.
 
د یادې پروژې د قراردادي خصوصي شرکت مسؤولین وایي چې د تړون له مخې به د یاد امارتي شرکت په انګړ کې د پلیو لارو ترڅنګ، د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلدانونه او چمنونه هم جوړ شي.