د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیران د پروژو له چارو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مسؤولین د پروژو د کیفیت لوړولو، د خدمتونو لا ښه والي او امارتي ادارو ته د اړتیا وړ توکو د پر وخت رسولو په موخه، د خپلو پروژو له چارو څخه په دوامداره توګه څارنه او ارزونه ترسره کوي.
په همدې لړ کې د میدان وردګ او بامیان ولایتونو د ارزاقو مدیرانو په یادو ولایتونو کې د شرکت د پروژو او خدمتونو وړاندې کولو بهیر څخه څارنه او ارزونه ترسره کړې.
د معلوماتو پر اساس یادو مسؤولینو د ولایتي روزنتونونو د پروژو چارې له نږدي څارلي او وایي چې دغه چارې د ټاکلي پلان له مخې په منظم او معیاري ډول روانې دي.
دوی زیاتوي چې د روزنتون د څارنې پر مهال د آشپزانو یونیفورم، د پخلنځي وضعیت، د لوښو پاکوالی، د خوړو کیفیت او کمیت سربېره یې بېلابېل موارد ارزولي دي.
د یادونې ده چې د روزنتون مسؤولینو او کارکوونکو د شرکت له فعالیتونو او خدمتونو څخه رضایت څرګند کړی او د پخلنځي د پرسونل له کړنو یې خوښي ښودلې ده.