د افغان پُست امارتي شرکت د نوي مدیره هیئت تعارفي غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په مشرۍ د افغان پُست امارتي شرکت لپاره د نوي ټاکل شوي مدیره هیئت معرفت غونډه ترسره شوه.
په دغې غونډه کې چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کارکوونکو چارو رئیس، ملا محمد هاشم فرهادوال، د انسجام او همغږۍ رئیس، مولوي عبدالله عبید او د مدیره هیئت غړو هم ګډون درلود د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد لوی ریاست د امارتي شرکتونو د پرمختګ، تنظیم او غوره مدیریت په موخه رامنځته شوی او په دې برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې هم لرلي دي.
ښاغلي بلال د ځینو امارتي شرکتونو عوایدو او لویو پروژو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ځینې تضعیف شوي امارتي شرکتونه اوسمهال د فعالېدو په حال کې دي او د ځینو شرکتونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، چې همدا پرمختګونه د لوی ریاست د ښه او غوره مدیریت لامل بللای شو.
د غونډې په ترڅ کې د افغان پُست امارتي شرکت عملیاتي او تخنیکي معاون، انجنیر حامد ناصري د یاد امارتي شرکت د روانو فعالیتونو، پرمختګونو او پُستي خدمتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د نوي مدیره هیئت له لوري تر تعارفي مجلس وروسته د یو لړ موضوعاتو په اړه بحث وشو او د راتلونکو ناستو لپاره یې ځینې مهم موارد وړاندیز کړل.
د یادونې وړ ده چې په دغه مدیره هیئت کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د مالیې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو غړي ګډون لري او په نوبتي بڼې سره به د یاد امارتي شرکت د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو، ناستې ترسره کوي.