د امارتي شرکتونو لوي ریاست
کندز کې د شپنيو څارنو په دوام د ناقانونه برېښنا کارونې مخنیوی وشو
1405/6/19 00:00
Mumtaz خبرونه

کندز کې د شپنيو څارنو په دوام د ناقانونه برېښنا کارونې مخنیوی وشو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د کندز برېښنا ریاست ځايي مسؤولینو په مشرۍ څارنیز پلاوي د شپې مهال ګڼې شکمنې ساحې وڅارلې او په ناقانونه ډول نښلول شوي مزي یې پرې کړل.
 
دغه راز پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا لګښت پیسو پر وخت د تحویلولو ټېنګار سربېره له ساحوي تخنیکي کارکوونکو سره لیدنه کې د هر ډول ناقانونه برېښنا مزو پرې کولو سپارښتنې هم وشوې.
 
د یادونې وړ ده چې هېواد کې کارېدونکې برېښنا وارداتي ده، د پیسو په بدل کې له ګاونډیو هېوادونو پېرودل کېږي او د افغانستان برېښنا شرکت اړ دی چې پر ټولو پېرودونکو د برېښنا لګښت پیسو پر وخت تحویلولو ټینګار وکړي.