د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/19 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي، ترڅو د څلور قلمه تجهیزاتو او د ۷۵ او ۹۸ انچه اندازې سره د دوو سکرینونو د برابرولو او تدارک په پروسه کې ګډون وکړي او خپل غوښتنلیک د دغه شرکت د نرخ اخیستنې د استعلام له مخې ترتیب او وړاندې کړي.
 
هغه حقیقي او یا حکمي اشخاص چې د یادو خدمتونو/اجناسو د برابرولو او وړاندې کولو غوښتونکي وي، خپلې بیې دې د نرخ اخیستنې په استعلامونو کې وړاندې کړي او په تړلې بڼه دې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۶/۲۵ نېټې، د ‌شنبې ورځې د سهار له ۰۹:۰۰ بجو څخه تر۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د پېرودنې آمریت ته وسپاري.
 
یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
 
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-notice