غزني کې شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په غزني ولایت کې د مرکزي شبکې پراختیا په دوام د ۶۳۰ کېلوولټ امپیر په ظرفیت یو ترانسفارمر د توحیدآباد سیمه کې نصب او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
غزني ولایت کې د ځايي اوسېدونکو په ملاتړ د برېښنا پراختیايي پروژې تر هر بل وخت زیاتې په چټکتیا روانې دي، چې په تېرو نږدې ۵ کلونو کې د غزني برېښنا پېرودونکو کچه نږدې درې برابره زیاته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت د یادو پروژو لپاره ګڼ امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي دي.