د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
1405/6/21 00:00
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
 
د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوی رئیس، مولوی عبدالله اعزام چې د شرکت مالي او اداري رئیس، میر فقیر مشتاق یې ملتیا کوله، ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد شرکت له استازولۍ څخه لیدنه وکړه.
 
د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د یادې استازولۍ د ترسره شوو هڅو د ستاینې ترڅنګ، د تولید د کیفیت د لوړولو، د ساتنې د سیستمونو د پرمختګ او د کاري ظرفیت د پیاوړتیا لپاره لازمې او رغنده لارښوونې وکړې.
 
د دې سفر بنسټیزه موخه د تریشري غنمو د پاک کارۍ او معیاري کولو له پروسې سربېره د تخمیزو غنمو د کیفیت دقیق سنجش، د تخنیکي او اداري فعالیتونو د بهیر څارنه، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او ساتنې په برخه کې د ټاکل شوو معیارونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول و.
 
د یادونې وړ ده چې د یادې لیدنې پرمهال د تخمیزو غنمو کیفیت د نوعیت، خالص والی، درجه‌بندۍ او د ساتنې د شرایطو له پلوه په دقیقه او مسلکي توګه اروزنه هم ترسره شوه.