د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بدخشان ولایت څخه ۱۵۱ تنه بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې
1405/6/21 00:00
Mumtaz خبرونه

د بدخشان ولایت څخه ۱۵۱ تنه بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت سیلانیانو ته د لازمو سیاحتي اسانتیاوو برابرولو په ترڅ کې د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د دویمې ربعې په جریان کې ۱۵۱ تنه بهرنیو سیلانیانو له بدخشان ولایت څخه لیدنه کړې.
 
دغه سیلانیانو د بدخشان ولایت له بېلابېلو سیاحتي جاذبو، تاریخي او لرغونو آثارو، طبیعي ښکلاوو او پېژندل شوو توریستي سیمو څخه لیدنه کړې چې موخه یې د دې ولایت د تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو له نږدې پېژندنه وه.
 
د یادونې وړ ده چې د افغان تور امارتي شرکت هڅه کوي ترڅو د بهرنیو سیلانیانو لپاره د لازمو سیاحتي اسانتیاوو برابرولو سربېره په افغانستان کې د سیاحت د ودې او معیاري خدماتو وړاندې کولو لپاره کار وکړي.