خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښا شرکت د فاریاب ولایت درنو اوسېدونکو ته خبر ورکوي، چې د برېښنا شبکې ظرفیت لوړولو او د پایښت ښه والي په موخه، د اندخوی – میمنې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي بدلولو چارې پیل شوې دي.
یاده اصلاحي پروژه د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې پر مټ به یې موجود لین، چې د ۱۵۰ مليمتر مربع مقطع لري، پر ځای به یې د ۱۸۵ مليمتر مربع مقطع لرونکي نوی مزی وغځول شي.
د پروژې د چارو د لا ښه پرمخ بېولو لپاره به برېښنا د کاري ورځو په جریان کې د ټاکل شوي مهال ویش له مخې پرې کېږي او د پنجشنبې ورځې له ماښام څخه د شنبې ورځې تر سهاره پورې به د اغېزمنو سیمو برېښنا بېرته ونښلول شي.
د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي هڅه کوي چې تخنیکي چارې په لنډ وخت کې بشپړې کړي او د یادو سیمو برېښنا رسونې بهیر ژر تر ژره بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې بشپړېدو سره په یادو سیمو کې د برېښنا رسونې ظرفیت او پایښت لوړ شي او د برېښنا خدمات په بشپړ ډول ډاډمن شي.