د امارتي شرکتونو لوي ریاست
کندز کې د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ښارګوټی جوړېږي
1404/12/2 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د کندز سپین زر امارتي شرکت له لوري د هېواد په شمال ختیځ زون کې، پر ۱۵۰ جریبه ځمکه او د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت، استوګنیز ښارګوټی جوړېږي. د کندز سپین زر امارتي شرکت مسؤولین وايي چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت له منظورۍ او د اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د دغې سترې پروژې عملي چارې، ډېر ژر پیل شي. دا ښارګوټی له نړيوالو معيارونو سره سم طرحه شوی او په بشپړېدو سره به یې د شمال‌ ختيځ زون د مرکزي سیمې (کندز) څهره نوې شي او ځایي اوسېدونکو ته به ګڼې سوداګریزې، استوګنیزې او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته شي.