د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس د استراس امارتي شرکت له مسؤولینو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس، مولوي محمد اشرف متقي او ورسره ګډ پلاوي د استراس امارتي شرکت د پورټونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه.
د لیدنې پر مهال د دعوت او ارشاد رئیس یادو مسؤولینو ته د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمان او حکم په اړه د وضاحت سربېره، د دعوت او ارشاد نوی نصاب هم ور وپېژانده او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د دغه نصاب پلي کولو ته لازمه پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده یاد پلاوي په حیرتان بندر کې د افسوټر امارتي شرکت د څانګې له استازو او کارکوونکو سره هم ولیدل او د دعوت او ارشاد نصاب د بشپړ پلي کولو په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.