د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اصلاح شوو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه ترسره شوه
1405/6/23 00:00
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شوو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شوو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه د دغه شرکت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
په دې غونډه کې د شرکت د اجراآتو او فعالیتونو راپور، په ۱۴۰۵ کال کې د تولید شوو بذري تخمونو او له ۱۴۰۴ کال څخه د پاتې بذري تخمونو د پلور، همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) سره د تصدیق شوو بذري تخمونو د پلورلو د تړون د لاسلیک په اړه بحث وشو.
 
په پای کې د شرکت د ترسره شویو کړنو د راپور له اورېدو وروسته، د مدیره پلاوي غړو د شرکت د لا ډېرو زیانونو د مخنیوي او د فعالیتونو د ښه والي په موخه پر هر اړخیزو هڅو ټینګار وکړ.