د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د ایران هېواد له سفیر، علي رضا بېکدلي سره د همکاریو د پراختیا په موخه ناسته ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال په سیمه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اسلامي اخوت او ورورولۍ پر بنأ د ولاړو اړیکو پر زیاتولو ټینګار وکړ او دغه ډول اړیکې یې د اسلامي هېوادونو د پرمختګ لپاره مهمې وبللې.
ښاغلي بلال په مختلفو بنسټیزو، پراختیايي او تولیدي سکټورونو کې د امارتي شرکتونو فعالیتونو ته په کتو سره وویل چې له ایران هېواد سره په اړوندو برخو کي د ګډو همکاریو د زیاتولو په لټه کې دي.
بلخوا په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بېکدلي د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي اړیکو د زیاتولو سربېره یې د اسلامي امت د بقا او پرمختګ لپاره یووالی اړین یاد کړ.
ښاغلي بېکدلي وویل چې ایران هېواد د نفتو، برېښنا، د سرې تولید، اصلاح شویو تخمونو، مرغداري او نورو اړوندو برخو کې له امارتي شرکتونو سره د ګډو همکاریو لېوالتیا لري.
له ایراني سفیر سره دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس به په نيږدې راتلونکې کې ایران هېواد ته د نفتي توکو قراردادونو ترسره کولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره سفر وکړي او هلته به له ایراني چارواکو سره په بېلابېلو برخو کي لیدنې ولري.