د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت اړوند د میوند سالون ودانۍ له پارکېنګ سره چې د دغه شرکت د مرکزي دفتر په څنګ کې موقعیت لري او د شرکت مازاد جایداد بلل کېږي،
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت اړوند د میوند سالون ودانۍ له پارکېنګ سره چې د دغه شرکت د مرکزي دفتر په څنګ کې موقعیت لري او د شرکت مازاد جایداد بلل کېږي، مخکې د درېیو کلونو لپاره په میاشتني ډول د ۹۰ زره افغانیو په بدل کې له احمد مسعود سره قرارداد شوی و؛ اوس دغه شرکت غواړي چې له منقولو او غیرمنقولو مالونو سره د نظارت پلاوي له تأیید وروسته یې یو ځل بیا د مزایدې له لارې په کرایه ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې ودانۍ په لوړه کرایه نیولو د تړون لېوالتیا لري، کولای شي چې شرطپاڼه د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت د ملکیتونو له مدیریت څخه ترلاسه کړي.
د یادې ودانۍ د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۶/۲۹ نېټې، د یکشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت په ودانۍکې جوړېږي.
یادونه: تضمین د نافذه مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.
پته: د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت، شاه دو شمشېره، دویمه ناحیه – کابل