د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت له مسؤولینو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس، مولوي محمد اشرف متقي او ورسره ګډ پلاوي د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت له کفیل، مولوي آدم خان یوسفزي او د یاد شرکت له کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د دعوت او ارشاد رئیس یادو مسؤولینو ته د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمان او حکم په اړه لازم وضاحت ورکړ؛ همداراز یې د دعوت او ارشاد نوی نصاب ور وپېژانده او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د دغه نصاب په پلي کولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د بلخ سیلو امارتي شرکت له استازو او کارکوونکو سره هم لیدنه وکړه او د دعوت او ارشاد نصاب د بشپړ او اغېزمن پلي کېدو په اړه یې لازمې سپارښتنې ورسره شریکې کړې.