د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
1405/6/23 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
 
 د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ، د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې د پروان د باریکاب سیمې د ۱۰۰،۸ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د غزني د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د کابل نغلو سیمې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د حیرتان په صنعتي پارک کې د ۲۲۰ کیلو ولټه (۴*۶۳) مېګاولټ امپیر سب سټیشن جوړولو، د حیرتان ۵،۲۱ کیلو متره ۲۲۰ کیلوولټه د انتقال لین غځول، د مزارشریف په سب سټیشن کې د ۵۰ مېګاولټ امپیر ترانسفارمر نصبولو او سمنګان د خلم په سب سټیشن کې د ۴۰ میګاولټ امپیر ترانسفارمر نصبولو پروژو په اړه بحث وشو.
 
په یاده ناسته کې د افغانستان برېښنا، افتنتو، د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو، د آزادۍ مطبعې او افغان نساجي امارتي شرکتونو د موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې ترسره شوې.
 
د غونډې په پای کې د افغان پُست، افغان کارت او آریانا افغان امارتي شرکتونو د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو ربعواو راپورونو په اړه د بحث ترڅنګ، د یو لړ متفرقه موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.