میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۱۷۷ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د برېښنا ۳ پروژو ګټې اخېستنې او ۲ نورو پروژو عملي چارو د پیل په مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار د وینا مهم ټکي:
د برېښنا سکټور اړوند پلي کېدونکې پروژې د برېښنا انرژۍ تأمين سره مل، د هېواد آبادۍ، صنعت، پانګونې او اقتصادي پرمختګ لپاره هم پياوړی بنسټ جوړوي.
په میدان وردګ ولایت کې د برېښنا انرژۍ وېش او بنسټونو ګڼې پروژې د ولسونو اقتصادي پیاوړتیا لپاره هيله بخښوونکي دي.
همداراز د ازبيکستان، ترکمنستان وارداتي برېښنا رالېږد لویو پروژو بشپړېدل به هېواد کې د انرژۍ کمښت ستونزه تر ډېره بريده حل کړي.