د امارتي شرکتونو لوي ریاست
میدان وردګ ولایت کې د برېښنا ۳ پروژو ګټې اخېستنې او ۲ نورو پروژو عملي چارو د پیل په مراسمو کې د میدان وردګ ولایت والی وینا
1405/6/24 00:00
Mumtaz خبرونه

میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۱۷۷ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د برېښنا ۳ پروژو ګټې اخېستنې او ۲ نورو پروژو عملي چارو د پیل په مراسمو کې د میدان وردګ ولایت والی، ملا خیرالله خیرخواه د وینا مهم ټکي:
 
په مېدان وردګ ولایت کې بشپړې شوې او پېلېدونکي پروژې د پرمختګ په مسير کې د پام وړ ګام دی، سره له دې چې د هېواد ملي شتمنۍ يوه لويه برخه کنګل ده، خو موږ لا هم د پرمختګ ښه بهير طی کوو؛ ولسونو په تېر کې ډېرې ستونزې ګاللي، بشپړېدونکې او پېلېدونکې پروژې به د ولايت په کچه د پام وړ سهولتونه رامنځته کړي.
 
له نیکه مرغه اوس امنیتي ثبات رامنځته شوی او دا د دې لامل شوی چې د هېواد ګوټ، ګوټ کې د عامه خدماتو ټوليزې پراختيا ته لار هواره شي؛ موږ د تدريجي پرمختګ تګلاره پلي کوو او دا پلي کېدونکې پروژې به د ټولو ولسونو اقتصادي ثبات کې پراخه مرسته وکړي.
 
د ا.ا.ا لاس تر زنې نه دی ناست؛ د ملت هوساينه او ستونزو حل يې اساسي لومړيتوب دی، چې دا ژمنتیا ددې پراختیايي پروژو پلې کېدو سره ثابتوي.
 
همداراز د عامه خدماتو دا پروژې د هېواد کورنيو سرچينو مالي ملاتړ په مرسته پلي کېږي چې دا د خوښۍ ځای دی؛ د ا.ا.ا بيا واکمنېدو سره ګڼو برخو کې د ټوليزې پراختيا په موخه پروژې تر کار لاندې دي، چې په کمو امکاناتو دا لویې لاسته راوړنې دي.