د ملي پراختیا امارتي شرکت اجرائيوي رئیس د بغلان بورې امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ملي پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالرحمن عطاش مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر پر مهال د بغلان بورې امارتي شرکت له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عطاش د شرکت له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پرمهال د بغلان بورې امارتي شرکت د فعالیتونو، کاري بهیر، تولید، کرنیزو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ترلاسه کړل.
نوموړي د بغلان بورې امارتي شرکت د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د لا ډېرو همکاریو او ملاتړ پر اړتیا او په ځانګړي ډول د خامو موادو د برابرولو، د لبلبو د کښت پراختیا او د بورې د تولید پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه سفر او لیدنه د ملي پراختیا امارتي شرکت او بغلان بورې امارتي شرکت ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکاریو په موخه ترسره شوی دی.