په تېرو شپږو میاشتو کې د ۹۰۱ تنو بهرنیو سیلانیانو د ویزې تمدید او خروج چارې ترسره شوي
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان تور امارتي شرکت له لوري د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې ۲۰۴۴ تنو بهرنیو سیلانیانو ته د ولایتي سفرونو په موخه رسمي مکتوبونه ورکړل شوي او ۹۰۱ تنو بهرنیو سیلانیانو ته د ویزې د تمدید او خروج چارې ترسره شوي دي.
همداراز د بهرنیو سیلانیانو د ډاډمنې استوګنې په موخه په مرکز او ولایتونو کې له ۴۴ بابه هغو هوټلونو او مېلمستونونو څخه حقالثبت اخیستل شوی، تصدیق او جواز ورکړل شوي چې بهرنيو سیلانیانو لپاره د استوګنې اسانتیاوې برابروي.
د یادونې وړ ده چې د افغان تور امارتي شرکت د بهرنیو سیلانیانو لپاره د سفر د اسانتیاوو، سیاحتي خدمتونو د تنظیم او د هېواد د سیاحتي ظرفیتونو د لا ښې پېژندنې په برخه کې فعالیت ترسره کوي.