د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې مرستیال معرفي شو
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې د نوي مرستیال، ملا عبدالرحمن رحماني په معرفت غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د انسجام چارو مرستیال، مولوي عبدالباري عاطف، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بېلابېلو برخو رئیسانو او د یو شمېر امارتي ادارو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کارکوونکو چارو رئیس، ملا محمد هاشم فرهادوال په اداره کې د چارو د لا ښه والي لپاره تغییر او تبدیل یو اساسي اصل یاد کړ او ویې ویل چې د ملا عبدالرحمن رحماني په ټاکل کېدو سره به یاد ریاست د لا ډېر پرمختګ شاهد واوسي.
ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د انسجام چارو مرستیال، مولوي عبدالباري عاطف د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی هغه فرمان ولوست چې له مخې یې ملا عبدالرحمن رحماني د امارتي شرکتونو لوی ریاست د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې د مرستیال په توګه ټاکل شوی و؛ نوموړي له اړوندو مسؤولینو وغوښتل چې په چارو کې له نوي مرستیال سره همکاري ولري.
ښاغلي عاطف وویل چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست په جوړېدو سره ډېریو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي او د امارتي شرکتونو په فعالیتونو کې هم همغږي او هماهنګي رامنځته شوې ده.
په پای کې ملا عبدالرحمن رحماني په خپلو خبرو کې وویل چې ورسپارل شوی مسؤولیت به په ښه توګه ترسره کوي او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د لا پیاوړتیا لپاره به لازمې هڅې وکړي.