د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د خوښۍ خبر!
1404/12/2 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د سلام مخابراتي شبکې په لاندې ولایتونو کې پرمختللي تکنالوژيکي (4G) آنتنونه رغولي دي، چې پر مټ به یې د سيمې اوسېدونکي په ټیټو بیو او غوره کیفیت سره، له غږیزو او انټرنېټي خدمتونو برخمن شي. * کندهار ولايت - سپين بولدک ولسوالۍ - حاجي رازمحمد اکا سيمه (4G) * فراه ولايت - پشت رود ولسوالۍ - نهردشت سيمه (4G) * کندز ولايت - دشت آرچي ولسوالۍ - دوران او شينوارو سيمه (4G)