د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد په موخه له ترکمن پلاوي سره تخنیکي ناسته وشوه
1405/6/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد په موخه له ترکمن پلاوي سره تخنیکي ناسته وشوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د پلان، برنامو او عملیاتي چارو ریاستونو مسؤولینو او د ترکمنستان هېواد تخنیکي پلاوي ترمنځ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا رالېږد لویې پروژې او د هرات نورالجهاد سب سټېشن په اړه ګډه تخنیکي ناسته ترسره شوه.
 
ناسته کې د یادو پروژو پر بېلابېلو اړخونو دوه اړخیزې خبرې وشوې او د نویو پرمختګونو، تخنیکي ظرفیتونو، کاري بهیرونو څرنګوالي، ستونزو او آسانتیاوو رامنځته کولو او اړتیاوو په اړه معلومات شریک شول.
 
ټاکل شوې ده چې د تخنیکي ناستې په دوام به د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په ګډون هم عمومي ناسته وشي او پر ټاکلو مواردو به ګډه هوکړه وشي.
 
د یادونې وړ ده چې د ترکمنستان ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا رالېږد پروژه هېواد کې د برېښنا اړتیاوو ځوابولو، د سوداګریزو او صنعتي برخو پراختیا او اقتصادي ثبات لپاره تر ټولو مهمه پروژه بلل کیږي.