د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/6/24 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت او د کابل ښاروالۍ د ګډ کمیسیون له لوري هره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له قصابانو او د غوښې له پلورنځیو څخه منظمه څارنه ترسره کېږي؛ د دې څارنې موخه د بازارونو او د بېلابېلو سیمو په هټیو کې د څارویو له خپل سرو او غیرمجاز حلالې څخه مخنیوی دی.
 
یاد ګډ کمیسیون هڅه کوي چې د حلالولو پروسه د شرعي، صحي او مسلکي اصولو له مخې ترسره شي او له هغو مواردو څخه مخنیوی وشي چې د هېوادوالو روغتیا او د غوښې کیفیت ته زیان رسولای شي؛ نو له ټولو ښاریانو او قصابانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې د خپلو څارويو د حلالې لپاره د غوښې او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت بېلابېلو مسلخونو ته مراجعه وکړي.
 
همدارنګه له درنو پېرودونکو څخه غوښتنه کېږي چې د غوښې د پېرودلو پر مهال د غوښې روغتیايي وضعیت، د صحت مهر او رسمي لېبل ته پوره پاملرنه ولري.
 
پته: د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
0202304456