د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغان پُست امارتي شرکت او د ریل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
1405/6/25 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت او د ریل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي د افغانستان د ریل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم رئیس، دوکتور مصطفی رضايي او مل پلاوي سره د ګډو همکاریو د پراختیا، د اسانتیاوو رامنځته کولو او د متقابلې همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه.
 
 په دې ناسته کې د د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، د رسمي مراسلاتو، اسنادو او مکتوبونو د خوندي، دقیق او پر وخت لېږد، رالېږد، د مناسبو فرصتونو پر رامنځته کولو او د خدمتونو لا ښه والي په موخه د اغېزمنو همکاریو پر دوام خبرې اترې وکړې.
 
د ناستې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د منظمې همغږۍ او دوامدارو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د ګډو موخو د تحقق او د کاري بهیرونو د لا اغېزمنتیا لپاره به خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.