د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د درملو فابریکې ودانۍ له رغنیزو چارو لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ساختماني موادو د تولید امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، انجنیر نعمتالله احمدي د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اړوند د درملو تولیدي فابریکې د ودانۍ له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي احمدي د لیدنې پر مهال د رغنیزو چارو بهیر وڅاره او اړوندو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې دغه چارې دې د ټاکل شویو معیارونو له مخې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د درملو تولید فابریکې د ودانۍ رغنیزې چارې د ساختماني موادو تولید امارتي شرکت له لوري ترسره کېږي او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.