د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په تېرو ۳ کلونو کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی
1405/6/25 00:00
Mumtaz خبرونه

په تېرو ۳ کلونو کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان تور امارتي شرکت د هڅو او لازمو چوپړتیاوو وړاندې کولو په پایله کې، تېرو درېیو کلونو کې هېواد ته د راغلو بهرنیو سیلانیانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
 
افغان تور امارتي شرکت د مسلکي لارښود (ګایډ) د وېش، د عصري استوګنځایونو او هوټلونو برابرولو او د لېږد - رالېږد لپاره له ۵۰ عرادې نويو پېرودل شويو تېزرفتاره او نوي ماډل موټرونو څخه په ګټې اخیستنې، د بهرنیو سیلانیانو او ګرځندویانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
 
د یادونې وړ ده چې د ډاډمن امنیت، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د افغان تور امارتي شرکت له لوری د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پایله کې، هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو او ګرځندویانو د راتګ شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.